نړۍ

دايران جمهور رييس رسما ترکيې ته وبلل شو.

تهران- دايران خبري منابع – باختر دلړم دمياشتې ١١
دترکيې جمهور رييس ،عبدالله ګل خپل ايراني سيال حسن روحاني  دغه هيواد ته دسفر بلنه ورکړې  ده .
دايران دولتي خبرى آژانس خبر ورکړ چې دغه بلنه دعبدالله ګل او دايران دبهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف پرون  په استانبول ښارکې (( دبېض وسلو کولو او دسيمې او نړۍ دامنيت دخبرو اترو ))د غونډې ترڅنګ  شوې ده.
دايران د مهر خبر آژانس هم خبرورکړ چې دترکيې جمهور رييس دايران دبهرنيو چارو له وزير سره په کتنه کې دخپلې خوښى مراتب جمهوري رياست مقام ته دحسن روحاني دانتخاب په باب اعلام او دايران دبهرنيو چارو له وزير څخه يې غوښتنه وکړه   چې ترکيې ته دحسن روحاني دسفر لپاره د بلنې مراتب اعلام کړى .
دترکيې دبهرنيو چارو  وزير په مطبوعاتي کنفرانس کې د دواړو هيوادونو اړيکې ژورې او  تاريخي  بللى او ويلي يې دي چې ځينې  ډلې غواړي موږ  دوه  سيال ګاونډيان  معرفي کړى .
دايران او ترکيې اړيکې په سوريې کې دجګړې له پيل وروسته دمحمود احمدي نژاد دواکمنې په وخت کې خرابې شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته