سیاست

دمبارکي پيغام .

کابل باختر د زمري  شلمه

  دمهاجرينودراستنولو دچارو دوزارت مشرتابه هيئت او کارکوونکي د ٢٠١٢ کال د لندن دالمپيک له سياليو څخه دروح الله  نيکپا دبرياليتوب او د برونزو د مډال دګټلو له امله مبارکي وويله او هغه يې افغان ملت ته ستر وياړوباله

  په هغه ليک  کې چې ددغه وزارت له خوا  باختر اژانس ته ليږل شوى دى  ويل شوى  دى  دنيکپا له خوا  دالمپيک له سياليو  څخه دبرونزو  دمډال ګټل  يو ځل بيا نړيوالو ته ثابته کړه چې افغان ځوانان سره له دې چې څو لسيزو جګړې  ددوى دژوند اغيزمن کړي دي خو هغوى د ارامو او پرمختللو  هيوادونو د ځوانانو په شان  لوړ همت لري .

  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت مشرتابه هيئت او کارکوونکي دلوى خداى  ( ج )  له دربار څخه دافغان ورزشکارانو دپرله پسې  برياليتوبونو هيله کوي .

 د ٢٠١٢ کال دلندن دالمپيک  دسياليو څخه دروح الله نيکپا  له خوا د برونزو ګټل ټولو ورزشکارانو او ټول افغان ملت ته  مبارکي وايي او هغه دهيواد خلکو ته وياړ بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته