
کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر
د سمنګانو- بلخ لويه لاره تېره شپه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
د ٢٠٩شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر يومسوول باختراژانس ته وويل چې پوځيانو د هوايي ځواکونو په ملاتړيولړعمليات ترسره کړل چې په پايله کې د سمنګانو- بلخ لويه لاره د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
هغه وويل: په دې جګړه کې ٢٨ وسله وال طالبان ووژل شول او٢٣ تنه نور طالبان ټپيان شول اودغه رازد دښمن ١٠ موترسايکلونه د پوځيانولاس ته ورغلي دي.
– ع – ا