ورزش

دغوره ليک په سياليوکې د استقلال او دشعاع ټيمونه ګټوونکي شول

کابل-باختر دتلې ١٩
دکابل ښار دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په د وو لوبو سره دوام وکړ.
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمد شاه ساير باختر آژانس ته وويل : په پيل کې د اردو او استقلال ټيمونو لوبه وکړه چې نتيجه يې د دريو په مقابل کې په شپږو سره د استقلال ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او په بله لوبه کې دشعاع ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره دجوانان آزادي ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ دنولسو غوره ټيمونو ترمنځ پيل شوى دى او ټاکل شوى ده؛ نن مازيګر دجوانان ميهن ټيم له يونايتد سادات له ټيم سره او دمشعل ټيم له ستاره آزادي ټيم سره لوبې وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته