کابل باختر د سلواغې نهه ويشتمه :؛
دنيمروز والي پرون دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي سره په دغه ولايت کې وکتل .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې دنيمروز والي انجنير محمد سميع دملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي څخه وغوښتل چې په نيمروز ولايت کې دروغتيا ، پوهنې او دمهاجرينودراستنولو په برخو کې دې زياته پاملرنه وکړي او په دغو برخو کې دې داسانتياوو دبرابرولو په لاره کې پروګرامونه ترلاس لاندې وينسي .
په دې کتنه کې دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي په دې برخه کې ددغه سازمان دمرستو ژمنه وکړه .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ