ورزش

د هرات له شپاړلس کلنى څخه د ښکته ځوانانو د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ دوام مومي

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
په هرات کې له شپاړلس کلنى څخه د ښکته تنکيو ځوانانو د فوټبال سيالۍ نن په درې لوبو سره دوام مومي.
د هرات د فوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د پيام آسيا ټيم د اتفاق له ټيم سره ، د استقلال ټيم د پامير له ټيم سره او د کهسان ټيم د نوايي له ټيم سره لوبه کوي.
د نوروزي د څرګندونو له مخې: په هرات کې له شپاړلس کلنى څخه د ښکته تنکيو ځوانانو د فوټبال سيالۍ د درې ويشتو ټيمونو په ګډون له څه مودې راپه دې خوا پيل شوې دي چې په پرونيو لوبوکې د آرش او سرخ پوشانو ټيمونو په خپلو سيالانو بريالي شول.
ديوبل خبرله مخې .
په هرات کې د فوټبال د غوره ليګ د ستنيدو پړاو سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي.
د نوروزي د څرګندونو له مخې: د فوټبال د غوره ليګ د ستنيدو سيالۍ د اتو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي چې په اوونۍ کې څلور ورځې دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته