کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٢٣ مه
لس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په بغلان ولايت کې ووژل شول.
د ٢١٧پاميرقول اردو د عامه نظم لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دهنه غوري ولسوالۍ او د پلخمري ښار د ډنډ شهاب الدين ساحې په مربوطاتوکې د کومانډو د هوايي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
ده وويل چې په دغو عملياتوکې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ