امنیت

دوه تنه طالبان ووژل شول اونهه تنه نور ټپيان شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣١ :
دلغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د ذوالفقار _٢  دعملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اونهه تنه نوريې ټپيان شول.
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل: د ذوالفقار-٢ عمليات د افغان  امنيتي ځواکونو له خوا د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي دي چې په بهيرکې يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نوريې ټپيان شول.
دځواک دڅرگندونوله مخې: ددغوعملياتو په بهيرکې درې تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي  . .
ده وويل: د سيمې د خلکو د امنيت د ساتنې او د وسله والو طالبانو له خوا د خلکو د ترور دمخنيوى په خاطر، د لغمان له مرکزڅخه تر الينګار ولسوالۍ پورې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.
ځواک وويل: ددغوعملياتوپه بهيرکې څوکلي دمخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي او څو ميله وسلې  اويو موټر سايکل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
خبرځاى  زياته کړه: د ذوالفقار-٢ عمليات چې له دوو ورځو راپه دې خوا پيل شوي و؛ تيرماښام پاى ته ورسيدل او دعملياتو په بهيرکې په يوسلو پنځوس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار هم  اړول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته