امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو قوماندانانو په ګډون اته تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل -باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو قوماندانانواو د يوځانمرګى بريد کوونکى په ګډون اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې دافغان ځواکونودچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني باختراژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دشت ارچي ولسوالۍ دپاکولو په مقصد ګډ عمليات ترسره شول چې له امله يې يوځانمرګى بريد کوونکى، د طالبانو دوه تنه قوماندانان اوپنځه تنه وسله وال طآلبان د دغې ولسوالۍ د ترکيا په کلي ووژل شول .
حسيني زياته کړه: د پرونيو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې هم دکندز ولايت د دشت ارچي د ولسوالۍ په مربوطاتو کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دحسيني دڅرګندونوله مخې: په سيمه کې عمليات دوه ورځې مخکې پيل شوي دي اوتراوسه پورې دطالبانويوځانمرګى واسکټ او يوه اندازه  مهمات ترلاسه شوي دي او دغه راز د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې و .
دکندز ولايت امنيه قوماندان خليل اندرابي پرون په يو خبري کنفرانس کې په دغه  ولايت کې دبهرنيو طالبانو دشتون له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې  د چيچيني او ازبکستان اتباعو په ګډون څه ناڅه سل تنه وسله وال طالبان کندز ته راغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته