(PS)خبرونه(PS)روغتیا

د سمنګانو له ولایتي روغتون سره د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه

کابل، د وږي ۲۸ مه، باختر

د سمنګانو د ولایتي روغتون مسولین وايي، چې د شهید ډاکټر کرام الدین وکیل زاده له ولایتي روغتون سره د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې ده.

د سمنګانو د ولایتي روغتون آمر ډاکتر سید محمد عثمان حمیدي باختر آژآنس ته وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د آغا خان بنسټ (AKF) په مالي ملاتړ د د څه باندې دوه میلیونو افغانیو په ارزښت د شهید ډاکټر کرام الدین وکیل زاده له ولایتي روغتون سره د درملو او طبي وسایلو مرسته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د سمنګانو ولايتي روغتون دغو درملو او طبي توکو ته سخته اړتيا درلوده او د اغا خان بنسټ مسوولينو ورسره ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به هم د دغه روغتون د اړتيا له مخې د درملو او طبي وسایلو مرسته وکړي.

د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو په خبره د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۵۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه فعال دي او خلکو ته په وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د يادونې وړ ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان له دغه روغتون سره درې ځلې او اغا خان بنسټ پنځه ځلې د درملو او طبي وسایلو مرسته کړې ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا