کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
په قندهارکې دطالبانو په مرکزونو دامريکايي ځواکونو په يولړ هوايي بريدونوکې ١٩ ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه ټپيان شول .
دغه بريدونه تېره شپه په ارغستان ولسوالۍ کې په دوو مرکزونو ترسره شول .
دقندهار دامنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر باختراژانس ته وويل چې په دې بريدونوکې دوسله والو طالبانو درې قوماندانانو په ګډون ١٩ وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه ټپيان شول
ده وويل په دې بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره دطالبانو دوه مرکزونه هم دړې وړې شوي دي .
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ