امنیت

حامد کرزي د کابل د تروریستي بریدونو په دفع کولو کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د میړانې ستاینه وکړه

کابلباختردجوزا٤

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کابل په ښارکې هغه پروني تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې ۳ تنه و وژل شول او شاوخوا ۱۷تنه نور ټپیان شول.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس دويندوى دمطبوعاتي دفتر له لاري باختراژانس ته رسيدلي ده ويل شوي دي .
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان د خلکو د سولې، سوکالۍ او پرمختګ د دښمنانو دغه ناکامه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل، وې ویل: تروریستان او د دوی تر شا بیګانه عناصر باید په دې پوه شي چې د دا ډول غیر اسلامي او غیر انساني عملونو په ترسره کولو سره نه شي کولای د افغانستان خلک د خپل هېواد د استقلال ساتنې، آبادۍ، پرمختګ او سوکالۍ له تګلورې څخه را وګرځوي.
حامدکرزی په دې پېښه کې د هېواد د امنیتي ځواکونو زړورتیا، میړانه، سرښندنه او د هغوی د چټک عمل ستاینه کوي چې په موقع سره یې تروریستان له پښو و غورځول او زموږ د ملکي هېوادوالو دسردزيان مخه يې ونيوله.
حامد کرزي وویل: د افغانستان خلک د خپلې خاورې تمامیت  او استقلال نه تل ساتنه کوي او سوله ئیز ژوند غواړي، که د افغانانو دغه حق د یو شمېر بهرنیانو له اهداف سره سمون نخوري او هغوي غواړي د ترورېزم او وحشت په واسطه دوی ستړي کړي او ځان ته یې تابع وګرځوي، نو اشتباه کوي ځکه چې د افغانانو تاریخ دا ښودلې ده چې ښه دوستان کېدای شي خو ظلم او زور ته هیڅکله سر نه ټیټوي.
حامدکرزی په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته