
۲۱– کابل، د غوايي ۲۸مه، باختر
د سمنګانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت ولایتي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت له لوري یوه عملیات خونه جوړه او څلور آمبولانسونه وسپارل شول.
د یادو پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې د سمنګانو د عامې روغتیا رییس مولوي محب الله بهاري وویل، چې د دغه ولایت ولایتي روغتون اړتیاوو ته په کتو او عامې روغتیا وزارت ته په وړاندیز یوه مجهز عملیات خونه جوړه شوه او ۴ امبولانسونه چې ۲۴ ساعته به روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي یاد روغتون ته وسپارل شول.
ورته مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فېروزالدین منیب وویل، چې یاد روغتون له ۱۰۰ بسترو څخه ۲۰۰ بسترو ته لوړ شوی چې د تشکیل او اړتیاوو په برخو کې یې د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
جهانیار