امنیت

په ملکي وګړو دوسله والو طالبانو په بريد کې يو تن شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
په هلمند ولايت کې په يوه مسافر وړونکي  موټر دوسله والو طالبانو په بريد کې يوملکي وګړى  شهيد او درې تنه نور ټپيان شول.
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال عبدالاحد  چوپان دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه نن دهلمند _ قندهار په لاره کې  هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوه  ٣٠٣  ډوله مسافروړونکي موټر بريد وکړ او له امله يې يو ملکي وګړى شهيد او درې تنه  نور ملکيان ټپيان شول .
  خبرځاى زياته کړه چې دپيښې  ټپيان دلښکرګاه ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي او دروغتون دمسوولينو دڅرګندونو له مخې دپيښې  ددوو تنو ټپيانو حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته