سیاست

تبصره

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٧
افغانان برخليک ټاکوونکى بدلونونه او شيبې تيروي او يواځې اعتماد او باور دى چې کيداى شي په دغه شان نازک حالت کې دهغوى دبرياليتوب ضمانت وکړي او دا رسنۍ دي چې ددغه شان برياليتوب زمينه برابرولۍ شي.
دباختر آژانس مبصر ليکى : افغانستان ٢٠١٤ ميلادي کال، هغه کال ده چې له برخليک ټاکوونکو سياسي بدلونونو سره چې په عين حال کې له بهرنيو هر اړخيزو آوازو سره يوځاى دى ، رسيدلى دى . که چيرې ددغو آوازو له بهرنيو اړخونو څخه تير شو په دې بهير کې طالبان زيات فعال شوي دي او هلې ځلې کوي چې دهرې کوچنۍ پيښې څخه زياته استفاده وکړي ، له بده مرغه په دغه شان حالاتو کې يې يو شمير رسنۍ له ځان سره مصروفې کړي دي.
ځنې رسنۍ چې دخبرونو د راټولولو په  فکر کې هغه هم په خپل فکر د لومړي لاس دخبرونو د راټولولو او يا خپرولو په فکر کې دي په نا آګاهانه ډول ددغه شان خبرونو په خپرولو کې مخکښې کيږي  چې له آوازو پرته بل څه نه دي . داکار اوس په يوې قاعدې بدل شوى دى چې زبرځواکي،سياسي جريانونه او په هيواد کې پانګه وال هلې ځلې کوي چې رسنۍ په خپلو شخصي ګټو وڅرخوى او له  هغوى څخه دوسلې په توګه استفاده وکړي هغوى خپل کار کوي . او خپل هدفونه تعقيبوي خو داد رسنيو په خاوندانو پورې اړه پيدا کوي . چې څه ډول خپل کاري اصول او موازين رعايتوي او هغه په پام کې نيسي.
دافغانستان په اوسنى حالت کې چې دولت دبيان آزادى او آزاد رسانه يي کار ضمانت کړى دى پچه زياته د طالبانو په ګټه څرخي ، هغه ډله چې دخپلې واکمنۍ په دوران کې يې د رسنيو له خاوندانو سره زياته دښمني کړې ده . او څه يې چې له لاسه شوي دي ، رسنۍ يې زندۍ کړي دي او هيڅ تلويزيوني شبکه ،هيڅ راډيويي ستشن او هيڅ آزادې ورځپاڼې ته يې دفعاليت او خپرونو حق ورنه کړ خو اوس هغوى هلې ځلې کوي چې له هرې تلويزيوني شبکې، له هر راډيويي ستشن او له هرې ورځپاڼې څخه په جلا ،جلا ډول ګټه واخلي او استفاده وکړي او خپله هره آوازه خبر بولي او له بده مرغه داسې رسنۍ شته چې د آوازې او خبرترمنځ له توپير پرته ، دوسله والو مخالفينو آوازه دخبرپه توګه خپروي او په دې ترتيب زموږ دخلکو مفکوره په نا آګاهانه ډول د طالبانو د ډلې په واک کې ورکوي.
په غير عمدي ډول د طالبانو تريبيون کيږي له بلې خوا طالبان دمخابراتي خدمتونو له لارې په آوازو لاس پورې کوي او په افترا او درواغوناسم او غلط خبرونه او په ځنو حالاتو کې هم د اشخاصو داعلام په ګډون خپل ناوړه عملونه او جنايتونه او نور بدعملونه د الکترونيکي پيغامونو له لارې رسنيو او خلکو ته ليږي .ډغه ټول حرکتونه د طالبانو د رواني جګړې څرګندوى دي په داسې حال کې چې هغوى له دولتي ځواکونو سره دمخامخې جګړې توان نه لري او تراوسه پورې په دې نه دي بريالي شوي چې کوم اداري واحد او يا دهيواد دځمکې کومه برخه ونيسي، بلکې دځانمرګي بريد، ماين ښخولو ،چريکي بريدونو، يرغمل نيونې ، شوکمارۍ ، په لويو لارو کې دانسان تښتونې او يا په ټولګټو تاسيساتو دبريدونو په ګډون دناوړو عملونو په ترسره کولو سره ځان مطرح وښيي او دملي وګړو او رسانه يي کارکوونکو په وژلو سره هلې ځلې کوي چې عامه ذهنونه تر خپل کنترول او اغيزې لاندې ونيسي او په دغو هلو ځلو کې يې يو شمير رسنۍ له ځان سره همغږۍ کړې دي .
دغه ستونزه هغه وخت حل کيداى شي چې رسنۍ دمسلکي ژورنالستيکي کار اصل رعايت کړي او کره اصولي او مسلکي کار په ژورنالستيکي انډول سره ترسره کړي، چې په هغو کې دافترا او آوازې لپاره ځاى نه وي.دهغوى په کار کې دنورو ګټې او سليقه لاره پيدا نه کړي، دوګړو جګړه مطبوعاتي جګړه نه شي ،مطبوعات اورسنۍ نه يواځې دبحران دپيداکولو په لټه کې نشي بلکې بحران له منځه يوسي.
له بده مرغه داسې رسنۍ شته چې خپرونې يې تل له جنګي بدلونونو او پرمختياوو سره يوځاى دي . په داسې حال کې چې دبيارغونې ، دفرهنګ او تمدن دپرمختيا په ګډون مسلو په باب يې کوم تمرکز کړى دى .
ددغو څرګندونو هدف دا دى چې رسنۍ خپل کار په مسلکي ، محوري او وګړني ډول ترسره کړي . په هغو شرايطو کې چې خلک روحي آرامۍ ،سمون،وحدت او لارښوونې ته اړتيا لري رسنۍ کولاى شي په دې لاره کې اغيزمن او خلاقانه کار وکړي.
او واټنو نه لنډ کړي . نه دا چې دلرې والي او بيلتون سبب شي او انديښڼې زياتې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته