ټولنه

تبصره

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
پرون د ثور د مياشتې څوارلسمه د يکشنبې په ورځ زموږ د هغو سلګونو تنو په درناوي چې د بدخشان ولايت په ارګوکې د طبيعي پيښې له امله ووژل شول؛ ملي ماتم و.
دغې ورځې د دې فرصت برابرکړ چې موږ ځان د دغې پيښې د مصيبت ځپلو کسانو په هينداره کې ووينو او وکولاى شو له دوى سره مرسته وکړو .
دباختر آژانس مبصر ليکي: د روان کال د ثور د مياشتې په دولسمه نيټه د جمعې په ورځ د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ په آب باريک سيمه کې د يوې خاورينې غونډى د يوې برخې د ښويدوله امله زموږ په سلګونو تنه هيوادوال ترخاورو او ډبرو لاندې ښخ شول.
سره له دې چې د دغې طبيعي پيښې له امله د سر د اوښتى زيان په اړوند وړاندې شوي ارقام توپير لري، خو حقيقت دا دى چې زموږ د هيواد اساسي جغرافيه په يوه برخ کې زموږ يو شمېر هيواد وال په زړه يوږنوونکى مصيبت اخته شوي دي او له منځه تللي دي او يو شمېر نور چې خپل شته يې په دې پيښه کې له لاسه ورکړي دي ، مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري .
هغه څه چې په ارګوکې رامنځته شول؛ د يوه کلي ، يوې ولسوالۍ او د يوه ولايت د خلکو درد او کړاو نه دى، بلکې يو داسې درد او کړاو دى چې د افغانستان ملت ورسره مخامخ دي. له بدخشان څخه تر هراته له هرات څخه ترقندهار، نيمروز او کونړ پورې هر افغان پيوستون او ولولې له ځان سره لري.
ملي ماتم ټول ملت په يوه ګډ دردکې راټولوي او دا به د ملي پيوستون لپاره يو فرصت وي چې موږ په دې پوه شو چې له خپل يوه مصيبت ځپلې هيوادوال سره څه کولاى شو؟
په دې ورځ موږ نه شوکولاى چې مصيبت ځپلوکسانو ته د دوى قرباني شوي عزيزان او خپلوان بيرته راورګرځوو، خو کولاى شو غم يې په خپلوکې وويشو او ځان د هغوى په هينداره کې ووينو او مصيبت ځپلوکسانو ته د انساني مرستو زمينه برابره کړو.
ددغو خبرو ترڅنګ، ملي ماتم موږ د ناتار ژورتيا ته متوجه کوي. کوم عوامل و چې زموږ يو زيات شمېر هيوادوال ددغه شان پيښې قرباني شي؟
سره له دې چې افغانستان له پيښو ډک هيواد په توګه تبارز کړى دى او د ارګو د پيښې په شان طبيعي پيښې په وار وار هم په اوس وخت کې او هم په تيرو وختونو کې په افغانستان کې رامنځته شوې دي، خو د وروستيوکلونو په بهيرکې چې ښۀ مالي امکانات، کاري ځواک او افراد او ښه کاري ظرفيت مو درلودل؛ په دې بريالي نه شو چې په هيوادکې زيانمنوونکې سيمې او ساحې وپيژنو او د وقايوي تدبيرونو په نيولو سره کيداى شول د يوه کلي د اوسيدونکو د ډله ييز ښځيدو مخه ونيسي او يا څه ناڅه د سر د زيانونو او د تاوانونو په کچه کې کمښت رامنځته کړو.
هغه څه چې په ارګوکې رامنځته شول؛ يواځې يوه پيښه نه وه. بلکې يو درس او لارښونه وه چې موږ وکولاى شو د طبيعي ناتارونو عوامل پيدا کړو او ځان ورسره عيار کړو.
په دې کې د شک ځان نه شته چې د طبيعي پيښو مخه نه شي نيول کيداى، خو په تياري او پروګرام جوړولو سره کولاى شو له دې امله ځينې رامنځته شوې ستونزې اټکل کړو .
موږ له ارګو څخه زيات شيان زده کړل؛ خو يواځې زده کړه نه شي کولاى د خبرو پاى وي. بايد له دغې زده کړې څخه د عمل په ډګرکې استفاده وکړو او داسې کار وکړو چې د بدخشان په ارګوکې د غونډى د ښويدو د ناتار په شان طبيعي ناتارونه ټول له يوې خوا تر خاورو لاندې نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته