(PS)خبرونه(PS)ورزش

د سنوکر فدراسيون د ملي لوبډلې لوبغاړي د سنوکر په ٣٧ پړاو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه قطر ته روان شول

کابل، د کب ۱۸مه، باختر
د المپيک ملي کمېټې د سنوکر په ۳۷ پړاو اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه قطر هېواد ته د سنوکر فدراسيون د ملي لوبډلې د سفر خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړي او پلاوی د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له رئيس انجنير نظر محمد مطمئن سره تر ليدنې وروسته قطر هېواد ته روان شول.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د يادې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د ياد ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان، د المپيک ملي کمېټې اجرايه رئيس داد محمد پاينده اختري، د فوټبال فدراسيون رئيس محمد يوسف کارګر او د ياد رياست د نشراتو رئيس اتل مشواڼي هم ګډون درلود.
د يادونې وړ د، چې د قطر په کوربتوب د سنوکر ٣٧ پړاو اسيايي سيالۍ به تر راتلونکو دوو ورځو پورې پيل شي، چې له افغانستان څخه هم پکې دوه لوبغاړي صالح محمد محمدي او رئيس خان ګډون کوي .
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا