امنیت

په کابل کې دمظاهره کوونکو ترمنځ چاودنه وشوه

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢ :
د کابل ښار د دهمزنګ په ساحه کې   چاودنه شوې ده .
عيني شاهدان وايي چې  چاودنه دهغو کسانو ترمنځ شوې ده  چې   يوشمير  خلک  دروښنايي غورځنګ په نامه په مظاهرو بوخت و.
ښايي په دې  چاودنه کې  دسرزيان اوښتى وي.
دروښنايي غورځنګ  چې ديوشمير سياستوالو له خوا رهبري کيږي دروان کال دزمري دمياشتې  ٢ نيټه  له ترکمنستان څخه  دوارداتي  بريښنا دليږدونې  په تګلوري کې   دبدلون  لپاره  يو مدني حرکت اعلام کړى و.
په کابل کې امنيتي مسوولينو  دامنيتي ستونزو او دورانکارو عملونو خبر دارى ورکړى و.
تراوسه پورې امنيتي مسوولينو دنننۍ پيښې په اړوند نظر نه دى څرګند کړى.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته