امنیت

ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د وري  پنځلسمه :
ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين نن دتخار او فارياب په ولايتونوکې دملي اردو  دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
باختراژانس  دملي دفاع وزارت دهغې خبرپاڼې  له خولې چې نن خپره شوه خبر راکړ چې دغه عمليات دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو لپاره دښه امنيت دتامينولو په مقصد دتخار ولايت داشکمش او دفارياب ولايت دقيصار  دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې ددولت پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه تنه نور مخالفين ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته