ټولنه

٤٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه په پنجشیرکې د سیلاونوله ګواښ څخه وژغورل شوه

بازارک / د غبرګولي ٢١ مه/ باختر
په پنجشیرکې د استینادي دیوال په جوړولو سره٤٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه د سیلاونوله ګواښ وژغول شوه
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې ، دغه استینادي دیوال د ۹۲ مترو په اوږدوالي او د څلورو مترو په لوړوالي د دغه ولایت په مرکزبازارک کې جوړشو.
د پنجشیر د والي مرستیال محمد امین صدیقي نن د دغې پروژې د پرانېستلوپه مراسموکې چې د سیمه ییزو ادارو یوشمېر رییسانو، سپین ږیرو او د انکشافي شوراګانو مسوولینو هم شتون درلود، وویل چې د دغې پروژې په جوړېدو سره ٤٠٠ کرنیزه ځمکه  د اوبو له څپانده کیدوڅخه وژغورل شوه.
دغه دیوال د پنجشیر د ولسي تړون ملي پروګرام د څه نا څه دوه میلیونوافغانیوپه لګښت جوړشوی دی.
د یوبل خبرله مخې، د پنجشیرد والي مرستیال د دغه ولايت په شتل ولسوالۍ کې نن د اوبورسولو د یوې شبکې د جوړولو د کارپرانېسته وکړه.
دغه پروژه هم د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د دوه ميلیونواووه سوه زرو افغانیوپه لګښت پلې کېږي.
ختم ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته