سیاستخبرونهټولنهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سوالګرو راټولول، د ښاري نظم لپاره غوره اقدام دی

تبصره کابل، د زمري١٧ مه، باختر

له کابل ښار څخه د سوالګرو د ټولولو پروګرام د ښاري نظم د اعاده کولو او له ډول ډول مفاسدو سره د مبارزې پر لور يو حرکت دى.

د باختر آژانس مبصر ليکي: کابل ښار د زرګونو سوالګرو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو په شتون سره  خپله څېره بدله کړې ده، هره ورځ  د کابل هر اوسېدونکى له لسګونو بوډاګانو، ځوانانو، ماشومانو، ښځو او نارينه وو سره مخ کېږي چې د سوال لاس وړاندې کوي او يو څه غواړي.

د هغو کسانو ترمنځ  چې په پايتخت کې په سوالګرۍ لاس پورې کوي متفاوت خلک شتون لري چې ِښيي د هغوی يو شمېر په رښتيني توګه بيوزلي او ناتوانه دي، خو يو شمېر يې سوالګري  په حرفوي ډول کوي او دغه کار پر ماشومانو کوي.

دغه راز يو زيات شمېر سوالګر په نشه يي توکو روږدي کسان دي چې د نشه يي توکو د ترلاسه کولو لپاره پيسو ته اړتيا لري او د پيسو د ترلاسه کولو لپاره سوالګري، غلا او په نور کارونو لاس پورې کوي.

په ټوليزه توګه په کابل ښار کې د سوالګرو شتون د پلازمېنې بڼه بدله کړې، د زرګونو سوالګرو شتون کابل ښاريان په رواني تکلیف اخته کړي او له فرهنګي او ټولنيز پلوه هم د حکومت اتوريتي ته يو ګوزار دى.

د سوالګرو شتون په هېواد کې د بيوزلۍ د مخ  په زياتېدو ښکارندوى کوي او بله ناوړه خبره دا ده چې د سوالګرو ترمنځ استفاده غوښتونکي او جنايتکار کسان هم شتون لري چې کېدای شي  د ټولنيز امنيت لپاره يو ګواښ وي.

په دې کې د شک ځاى نشته  چې ورانکار بانډونه  له سوالګرو او روږدو کسانو څخه  د خپلو کارونو لپاره استفاده کوي، د نشه يي توکو د لېږدونې، پيرودنې او پلورنې،  د امنيت ضد فعاليتونو او نورو غيرقانوني کارونو کې ترې کار اخلي.

په ټوليزه توګه د سوالګرو شتون يو ګواښ دى چې بايد دغه ستونزه وڅېړل شي، اسلامي امارت د دې نيمګړتيا په درک کولو سره عملي اقدام وکړ او د عاليقدر اميرالمومنين د لارښوونې له مخې په  کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو بهير په نږدي راتلونکي کې پيليږي.

په همدې موخه د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخند مؤظف شوى چې  د اړوندو  بنسټونو  په همکارۍ سره ډېر ژر په کابل ښار کې  د سوالګرو د راټولولو پروګرام پيل کړي او د هغوى ستونزې حل کړي.

د طرحه شوي پروګرام له مخې هغه سوالګر چې کوم کسب یې زده وي بايو متريک کېږي او د هغو له استعداد څخه به کار واخيستل شي. دغه راز هغه سوالګر چې سرپرست لري او په سوالګرۍ لاس  پورې کوي د هغو له سرپرستانو ژمنه اخيستل کيږي چې په راتلوونکي کې سوال ونه کړي او هغه ماشومان چې سوالګرۍ ته اړ ايستل کيږي د هغوى د ښوونې او روزنې زمينه برابريږي او هغه سوالګر چې په رښتيني توګه بيوزلې دي او کوم کار نه شي کولاى هغوى ته به معاش ورکړل شي.

د خلکو په نظر سوالګر په دريو ډلو وېشل شوي دي لومړۍ ډله هغه کسان دي چې په رښتيني توګه ستونزې لري او له بيچاره ګۍ څخه سوال کوي، دويمه ډله هغه کسان دي چې سوالګري هغوى ته يوه حرفه ده او دغه کار هغوى ته په ميراث پاتې دی او درېيمه ډله چې  کېداى شي ټولنې ته خطرناکه وي حرفوي جنايتکاران دي  چې د روږدو کسانو او سوالګرو په شتون کې په جنايت لاس پورې کوي چې زياتره سوالګر ماشومان په همدې ډلې پورې تړلي دي، د دې اړتيا ده چې مسوولين دي په بشپړ دقت سره  په ښار کې د سوالګرو د راټولولو پروګرام ترسره کړي او له غير مستحق څخه د مستحق په جلا کولو سره د کابل ښار د زرګونو سوالګرو له شتون څخه پاک کړي.

دغه راز کابل ښاريانو په تېره بيا هغو کسانو ته چې اقتصاد یې ښه وي، لازمه ده چې د خيريه بنسټونو په ملاتړ سره له کابل ښار څخه د سوالګرو د راټولولو پروګرام کې ونډه واخلي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا