خبرونهټولنه

د سوالګرو راټولو کمېټې له کابل څخه څه د پاسه ۱۷ زره سوالګر راټول کړي دي

کابل، د لړم ۲۱مه، باختر

د سوالګرو راټولولو کمېټې د روان لمریز کال د لړم میاشتې تر ۱۹ مې نېټې پورې د پلازمېنې  کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۱۷ زره ۲۶۲ تنه سوالګرراټول کړي دي.

د یادې کمېټې د مالوماتو پر بنست د راټول کړل شویو کسانو له ډلې څخه ۱۰ زره ۱۴۵ يې مېرمنې دي، چې تر ارزونې وروسته يې ۳ زره ۹۰۸ مستحقې او ۶ زره ۲۳۷ يې حرفوي سوالګرې بلل شوې دي.

سرچینه وايي، چې د دې تر څنګ يې ۱ زرو ۵۷۷ نارینه سوالګر هم را ټول کړي، چې تر ارزونې وورسته يې ۵۶۲ مستحق او پاتي نور یې حرفوي سوالګر بلل شوي دي.

په راټول کړل شویو ۱۷ زره ۲۶۲ کسانو کې ۵ زره ۵۴۰ ماشومان هم شامل دي، چې تر ارزونې وروسته يې ۲ زره ۲۳۰ مستحق، ۳ زره ۲۵۰ حرفوي او ۶۰ تنه نور یې بې سرپرسته ماشومان دي.

هېره دې نه وي، چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زیمنه هم برابرېږي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا