(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د سوداګرۍ او صنایعو د پرمختګ په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان

کابل، د زمري ۳۱مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله، د ځانګړي فرمان له مخې د هېواد جغرافیایي موقعیت او اقتصادي اهمیت ته په کتو او په سیمه کې د وروستیو اقتصادي او سیاسي تحولاتو په نظر کې نیولو سره او همدرانګه د سوداګرۍ د معیاري کولو، د صادراتو د زیاتوالي، له ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره د دوامداره او ثابتو اړیکو رامنځته کولو په هدف، دغه راز د خصوصي سکتور او کورنیو تولیداتو د حمایت او ودې لپاره لاندې مراتب منظور کړل.

۱- وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مکلفې دي، چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې آسانتیاوي برابرې کړي.

۲- مرکز او ولایتونو کي د وزارتونو او امارتي ادارو مسوولین او کارمندان مکلف دي، چې د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کې له تعلل او ځنډ څخه مخنیوی وکړي.

۳- وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي، چې د هېواد د داخلي صنایعو د ودې او ځان بسیایني په منظور د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا