
کابل، د غبرګولي ۳۱مه، باختر
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین د سوداګرو د ستونزو د ارزونې او حلولو په موخه پرون کندز ته سفر وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین مولوي قدرت الله جمال د کندز له والي، سوداګرو او پانګه والو سره په کتنه کې وویل، چې د سوداګرو ستونزې، د صنعتي پارک جوړول او د سوداګرو لپاره د ویزو اخیستلو لپاره هڅې پیل شوې دي.
هغه وويل، په پام کې لري چې ډېر ژر د دولتي صنعتي پارک جوړولو کار پيل کړي.
په دې کتنه کې سوداګرو او د خصوصي سکتور استازو خپلې ستونزې شریکې کړې او د ګمرکي تعرفو په کمولو او د سوداګرۍ د آسانتیاوو په برابرولو یې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د کندز والي ملا نثار احمد نصرت دغه ولایت د سواګرۍ او صنعت لپاره مناسب وباله او په دې برخه کې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه څخه د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د یو بل خبر له مخې؛ د کندز د صنایعو او سوداګرۍ ریاست اداري ودانۍ پرون د صنعت او سوداګری وزارت معین او د دغه ولایت مشرتابه ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د دغه ادارې مسوولین وايي، چې دغه ودانۍ د ۱۴ میلیونو افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه جوړه شوې ده.
ع