خبرونهاقتصادTOP

د سوداګرۍ او صنعت وزارت افغانستان ته د ګازو د صادرولو په تړاو د روسي چارواکو د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ

کابل، د مرغومي ۱۰ مه، باختر

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د روسي چارواکو د هغه څرګندونو هرکلی وکړ، چې له مخې به يې روسیه افغانستان او پاکستان ته اوبلن ګاز صادر کړي.

یاد وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتو اقتصادي اړیکو ته پوره ژمنتیا لري او مخکې له مخکې يې د سیمه ییز اتصال زمینه برابره کړې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې اسلامي امارت د فدارتیفې روسيې د لومړي وزیر الکساندر نوواک د هغو څرګندونو تود هرکلی کوي، چې ویلي يې دي روسیه غواړي خپل اوبلن ګاز افغانستان او پاکستان ته صادر کړي.

سرچینې همدارنګه ویلي، چې اسلامي امارت افغانستان او سویلي اسیا ته د روسيې د اوبلن ګاز صادرېدل د سیمې د هېوادونو لپاره ګټور بولي او هرکلی يې کوي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا