سیاست

پاکستان د شر اچوونکو پټنځاى

کابل باختردوري دمياشتې ٣٠
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت په خپلو وروستيو څرګندونوکې له افغان مقاماتو او په افغانستان کې د ميشتو نړيوالو ځواکونو له قوماندانو څخه غوښتي دي  چې د ډيورند د سرحدي کرښې د څارنې، کنټرول او په اصطلاح د مديريت په مقصد قوي تدبيرونه ونيسي .
دباخترآژانس د خبرله مخې : ميرمن تسنيم اسلم دغه څرګندونې په داسې وخت کې
کوي چې افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کولوپه وخت کې له  ځانمرګو بريدونو او له ډاراچوونکو فعاليتونوسره چې د ډيورند له کرښې اخوا  د لسګونو تروريستانو او شر اچوونکو له را استولوسره جوخت دي؛ مخامخ دى.
افغانستان  د انتخاباتو دترسره کولوپه وخت کې اوله هغه څخه مخکې دانتخاباتو د بهير په درشل کې له بل هر وخت څخه زيات له تروريستي ګواښونوسره مخامخ و
چې د ډيورند له کرښې اخوا پيژندل شوې کړۍ، د پاکستان استخباراتي سازمانونه
او متعصبې ماجرا غوښتوونکي او افراطي څيرې د دغو تروريستانو ترشا اوپه ملاتړکې ودريدل او په يوه خبره بيا هم دغه ګاونډى هيواد پاکستان و چې د تروريستي کړيو د خوندي عامل او سر چينې په توګه يې عمل وکړ او بيا هم افغانانو زيان او کړاو يې وزغمل. خو اوس ميرمن تسنيم اسلم  د افغان مقاماتو او د ناټو د قوماندانانو له خوا د ډيورند دکرښې د مديريت او ادارې خبرې کوي.
د سياسي کارپوهانو په باور؛ د دغې پاکستاني ډيپلومات څرګندونې نه شي  کېداى ناڅاپي او تصادفي وي. بلکې دافغانستان په وړاندې د پاکستان د کړنو په نسبت ملي او نړيوال انتقادونه کيږي، ځکه پاکستانيان په خپلو ژمنوکې چې ويلي يې و، د امن فضا په برابرولوکې مرسته کوي چې په افغانستان کې د انتخاباتو بهير په آرام ډول ترسره شي، پړ راغلل بلکې د انتخاباتو دترسره کولو په وخت کې په لسګونوتنه تروريستان او ډار اچوونکي دډيورند له کرښې اخوا څخه  افغانستان ته راغلل چې دغه ملي بهير ګډوډ کړي . خو اوس پاکستان هلې ځلې کوي چې په دغه شان خبروسره داسې وښيي چې ګنې دا پاکستان دى چې د ډار اچوونکو دتګ راتګ له پلوه له ستونزوسره مخامخ دى او بايدافغان مقامات په دې لاره کې پاملرنه وکړي.
که چيرې دافغانستان په وړاندې دپاکستان ترځمکې لاندې جګړې ته پاملرنه وکړو؛ دپاکستان استخبارات په دې مقصد چې په افغانستان کې خپل شرير او انساني ضد عملونه پټ کړي؛ له څه مودې را په دې خوا د افغانستان په خاوره کې ديوشمېر پاکستاني طالبانو د شتون زمزمې کوي چې په اصطلاح ثابته کړي چې پاکستاني طالبان د ډيورند له کرښې اخوا فعال دي او د پاکستان په ګټو بريدونه کوي .
ميرمن تسنيم په دغو خبرو سره يا پخپله بې لارې شوې ده او يا دا چې غواړي نور کسان بې لارې کړي. په داسې  حال کې چې په پاکستان کې د تروريستو او شريرو ډلو د شتون موضوع يوه انکار نه منوونکې مسله ده.
نن ورځ په پاکستان کې د ملامحمدعمر په مشرۍ دکويټې شورا فعاله ده. دحقاني شبکې يوه څانګه په وزيرستان کې فعاليت کوي او په منظمه توګه افغانستان ته د تروريستانو په را استولو لاس پورې  کوي. دغه راز د طالبانو يوشمېر نور پيژندل شوي کسان په پيښورکې شتون لري او په منظم ډول د افغانستان د خلکو او دولت پرخلاف پروګرامونه جوړوي .
خوميرمن اسلم په دغو ټولو واقعيتونو سترګې پټوي او داسې په مظلومانه ډول  خبرې کوي چې ملاعمر، ملافضل الله، سراج الدين حقاني او د دوى په شان نورې ورته څيرې په افغانستان کې دي او د پاکستان خلک وژنې. په داسې حال کې چې برعکس د آى اس اى دغه نازولي په پاکستان کې دي چې په منظم ډول د افغانانو د وژنې لپاره پروګرامونه جوړوي.
که چيرې دغه شان نه ده؛ د افغانستان د انتخاباتو د ترسره کولو په وخت کې د پاکستاني طالبانو او ددغه هيواد د حکومت لنډمهال او جوړشوى اوربندڅه توجيه  کيداى شي پرته له دې چې خبره د افغانستان په انتخاباتو باندې د افغاني اوپاکستاني طالبانو تمرکز دى.
له بلې خوا د افغان طالبانومشرملاعمرچې پاکستاني طالبان هم هغه خپل مشر او مرشد بولي؛ پاکستاني طالبانوته سپارښتنه کړې ده چې د پاکستان له حکومت سره دې اروبندته دوام ورکړي چې دواړه اړخونه پاکستاني طالبان او افغاني طالبان  په افغانستان کې په اصطلاح په خپل ګډ دښمن  پاملرنه وکړي.
په دې بلن ليک کې د ميرمن تسنيم اسلم ځواب څه دى؟
جوته ده چې طالبان يوازې د افغانانو لپاره يو سرخوږى دى او د افغانستان دبې ثباتولو لپاره رامنځته شوي دي.
د هغوى روزنځاى او پټنځاى هم معلوم دى. دوى د ډيورندکرښې ته څېرمه په قبايلي سيموکې په ډاډ سره فعاليت کوي؛ خپلې پوځي اوسياسي چارې او آن تجارتي چارې يې له همدغو سيمو څخه د پاکستان سترو ښارونوته پراخ کړې دي. د طالبانوشتون اوس له کويټې څخه وړاندې دى، افغان طالبان دکراچۍ، اسلام آباد، لاهور او د پاکستان د نوروښارونوله لارې دخليج دحوزې په يوشمېر هېوادونو کې خپلې تجارتي چارې اداره کوي.
که چيرې دا يوه ادعا ده؛ نو صلاح الدين حقاني چې څو مياشتې مخکې په اسلام آبادکې ووژل شو؛ د پاکستان په پايتخت کې يې څه کاوه؟ ويل شوي دي چې صلاح الدين حقاني په اسلام آبادکې څو تجارتي شرکتونه لرل چې څانګې يې د خليج د حوزې هېوادونو ته غځيدلې وې  او ده په منظم ډول داسلام آباد اود خليج دحوزې د هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کاوه.
په همدې ترتيب د طالبانو پيژندل شوې څيرې په کراچۍ، لاهور، پيښور او اسلام ابادکې شتون لري.خوميرمن تسنيم د افغانانو له خوا د ډيورند دکرښې په مديريت باندې ټينګار کوي. هغه څه چې پاکستاني مقامات يې د افغانستان په برخه کې  د پاکستاني طالبانو د شتون په باب وايي؛ يوه ادعا ده. په  داسې حال کې چې د ډيورند کرښې اخواپه دفترکې دافغان طالبانو او په هغو پورې د اړوندو تروريستي شبکو د مشرانو شتون يو تثبيت شوي واقعيت دى چې په بشپړې سپين سترګۍ هيڅکله په دې اعتراف نه دى کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته