ټولنه

سېلاو په بدخشان کې مالي زيانونه واوړل

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر  
سېلاوونو تېره شپه د بدخشان په څو ولسواليو کې څه دپاسه ٧٠٠ کورنيو ته مالي زيانونه واړاول.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس سېدعبدالله همايون دهقان له باختر آژانس سره په ټلېفوني اړيکه کې وويل چې دغو سېلاوونو په بهارک، شُهدا او جرم ولسواليو او د بدخشان په مرکز پورې اړوند درېيو کليو کې زيات مالي زيانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په جرم، بهارک او شُهدا ولسواليوکې دوه ورځې مخکې هم د سېلاوونو د راوتلو له امله درې کسان ووژل شول، څو بڼونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې او يوشمېر څاروي له منځه لاړل.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس د څېړنې په موخه له مرستنديو بنسټونو څخه يو پلاوى يادو سيمو ته لېږلى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته