سیاست

د وزيرانو شوراغونډه و کړه

کابلباختردغويي ٤ مــــــه

د  وزيرا نو شورا نو بتي غونډه نن له غر مې مخکې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ د جمهوري رياست په ارګ کې جوړه شوه

باخترا  ژانس ته د چارو داداري اود وزيرا نو شورا ددارالانشا دلوى رياست د معلوما تو له مخې : په پيل کې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت اود امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د اوږد مهالو سترا تيژيکي همکاريو د موافقه ليک دطرحى په اړوند وويل : د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت اود ا مريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتيژيکي همکاريو موافقه ليک د١٣٩٠ کال د لړم  دمياشتې ددوديزې لو يې جرګي دسلا مشورو په پام کې نيولو سره اود افغانستان د ملي وا کمنې دحق په بشپړ رعايتولو سره د افغانستان د اسلا مي جمهوريت اود ا مريکا د متحده ايالاتو د مرکچي هيئتو نو ترمنځ له څو مياشتنيو او هراړخيزو خبرو وروسته پرون ددواړو مرکچي هيئتونو ترمنځ بشپړ شو

په دې سند کې په صراحت سره ليکل شوي دي چې د امريکا متحده ايالات د افغا نستان ملي وا کمنې او خپلوا کي  ته په خپل بشپړ درناوي باندې ټينګار کوي او دليږدونې د بهير او افغا نستان ته د امنيتي مسئوليتونو د ليږد ونې د بشپړ تحقق په چوکاټ کې خپلي ژمنې بيا څرګنده وي

د امريکا متحده ايالات يو ځل بيا ټينګار کوي چې دافغانستان ګاونډيا نو ته کوم ګواښ متو جه نه کړي

دغه را ز د امريکا متحده ايالات ژمنه کوي چې دافغا نستان له قلمرو اوتاسيسا تو څخه دنورو هيوادونو پرخلاف د بريدونو (دبريددځاى) دپيل دټکى په تو ګه استفاده نه کوي .

 دغه موافقه ليک چې ددواړو لورو ملي وا کمنې ته درنا وي اود حقوقو برا بر يې بنسټ جوړه وي زموږ د هيواد اوخلکو را تلونکي ته زيري ورکوونکى دي اودخپلواکو او ازادو هيوادو نو په تو ګه دافغانستان د اسلا مي جمهوريت اود امريکا د متحده ايالاتو د جمهورو رئيسا نو له خوا لاسليک کيږي چې د هيواد د ملي وا کمنې ،ځمکنې بشپړ تيا او خپلوا کي ضمانت کوي

په دې سندکې دامريکا متحده ايالات ژمنه کوي چې دهيواد له امنيتي ځواکو نو سره همکاري و کړې چې افغا نستان وکولى شي دکورنيو او بهرنيو ګواښونو په وړا ندې په خپلوا ک ډول دفاع وکړي

له ٢٠١٤ کال وروسته د امنيتي ځواکونو دتمويلولو په اړوند دامريکا متحده ايالات د افغا نستان د امنيتي ځواکو نو له روزنې ،سمبالولو او دوام سره د ملا تړ لپاره په کال کې پو لى منابع په دې هدف غواړي چې افغا نستان و کولي شي په خپلوا ک ډول خپل امنيت تا مين کړي اود کورنيو او بهرنيو ګواښو نو په وړا ندې دځان دفاع و کړې چې ترو ريستان هيڅکله و نه کړاي شي بيا د افغانستان په خاوري لاس اوږد کړې او افغا نستان ، سيمې او نړۍ ته ګواښ متوجه کړي

دغه را ز د امريکا متحده ايالاتو ژمنه و کړه چې د افغا نستان له اسلامي جمهوريت سره سياسي ، اقتصادي او پوځې ملا تړ و کړي تر را تلونکو لسو کلونو پورې د افغا نستان د بودجي کسر او ما لي ستونزې تمويلي کړي

د هر را ز بهرنيو ګوا ښو نو او تيري د ښنډولو په اړوند په دې باندې په پو هيدو سره چې د افغا نستان ثبات د جنو بي اسيا اود مرکزي اسيا په ترقي اوثبات کې رول لري ، د ا مريکا متحده ايالات ټينګارکوي چې دافغا نستان پرخلاف هر را ز بهرني تيري د خپلي ژوري انديښنې سبب بو لى ددغه شان پيښې درا منځته کيدو په صورت کې دوا ړه لوري بايد ډير ژر په خپلو کې په سلا مشورو سره دسياسي ديپلوماتيکو ،اقتصادي او يا پو ځى اقدا ما تو په ګډون دواړولورو په موافقه اود هغوي  له حکمو نو او اساسي قوانينو سره سم مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي په همدې اساس اود سيمه ييزو همکاريو په پيا وړتيا باندې په ‌ټينګار سره دواړه لوري د افغا نستان اود هغه د ګاونډيا نو ترمنځ ددوستا نه او اغيزمنو اړيکو له ارزښت سره موافقه لري اوټينګار کوي چې دغه اړيکى دي بايد دمتقا بل درنا وي ، برابري اود يو بل په چارو کې د نه لاس وهنې پر بنسټ تکيه ولري .دواړه لوري له ټولو هيوادو نو څخه غواړي چې د افغا نستان دملي واکمنۍ اوځمکنې بشپړتيا درنا وي و کړې او دافغا نستان په کورنيو چارو اود موکرا تيکو بهيرو نوکې له لاسو هنې څخه ډډه و کړي

 وروسته د موافقه ليک بشپړ متن د چارو د اداري اود وزيرا نو شورا ددارالا نشا د لوى رئيس صادق مد بر له خوا غونډې ته ولوستل شو

 ورپسې د وزيرا نو شورا غړو ددغه موافقه ليک په اساسي ټکو هر اړخيزې خبري و کړې او مهمې موضوعګانې يي په دې ډول په ګو ته کړې :

  د اساسي قا نون  د ارزښتو نو اودوديزي لويې جر ګي د پريکړو پربنسټ  د هيواد د ملي وا کمنۍ ،ځمکنې بشپړ تيا اود خپلوا کي د اصل له بشپړ رعايتو لو سره د ا مريکا د متحده ايالاتو ژمنتوب

دافغا نستان د امنيتي ځوا کو نو پيا وړتيا او سمبالول په داسي ډول چې وکو لى شي د ګوا ښو نو په وړا ندې په خپلوا ک ډول دفاع و کړي

دبيا جوړولو د ولايتي اود ولسواليو دټيمو نو په ګډون په را تلونکو دوو کلو نو کې ددولت دټولو موا زي جوړښتو نو له منځه وړل

له ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠٢٤ کال پورې په مالي مرستو اود بودجي دکسر په تمويلولو ټينګار

د نورو هيوادونو پرخلاف د افغا نستان له قلمرو څخه پوځې نه استفاده

دښوونې او رو زنې اود لوړو زده کړو دسيستم پياوړتيا

دښي حکومتوالۍ پياوړ تيا

دتاريخي او لرغونو اثارو سا تنه

دامنيتي همکاري سند د يو بل کال په بهير کې دد وا ړو هيوادو نو  ترمنځ لاسليک کيږي

 د وزيرانو شورا غړو له جمهور رئيس اود هغه له کارې ټيم څخه دمننۍ دڅرګندولو په ترڅ کې ددغه موافقه ليک مندرجات دافغانستان په ګټه و بلل او هغه يي تا ييد کړل

 وروسته د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس د افغانستان او المان ترمنځ ددوه اړخيزو همکاريو د موافقه ليک د محتوياتو په اړوند وويل : د افغا نستان او المان ترمنځ دسياسي اړيکو په لرغونتياسره چې په ١٩٢٠ کال کى د اعليحضرت غا زي امان الله خان په دوران کې ټينګې شوي له هغه وخت څخه تر او سه پورې دد واړو هيوادو نو ترمنځ اړيکو پراختيا مو ند لى ده لکه څنګه چې په ٢٠٠١ کال کې د بن د کنفرانس جوړيدل او وروسته په ٢٠١١ کال کې دبن نړيوال کنفرانس د افغا نستان درا تلوو نکى لپاره د نړيوالې ټولنې دسياسي ژمنو په لاره کې جوړ شو چې دهغه له مخې له سترو هيوادونو سره دسترا تيژيکي تړونونو دلاسليک کار پيل شوي دي

په دې موافقه ليک کې ددوه اړخيزو اړيکو پرا ختيا ، سيمه ييزې اونړيوالې مسئلې ، د بشرحقوق اود ښي حکومتوالۍ ،دامنيت د پياوړ تيا ، اقتصادي ودي اوپراختيا ، پو هنې ، لوړو زده کړو ، سوداګرۍ او پانګي اچونې ، عا مې روغتيا اود قضا يي سيستم د اصلاح په برخو کې د المان اوږد مهالى همکاري شا ملي دي

دغه را ز ددغه موافقه ليک پر بنسټ د هوايي چلند دسکتوراودهيواد دهوايي ډګرونو د پرا ختيا  په سا حو کې هم همکاري کيږي

د  وزيرانو شورا ددغه سند د مفادو په باب له هر اړخيزو خبرو وروسته ، دغه موافقه ليک په پرنسيپ کې تاييد کړ اود بهرنيو چارو وزارت يي مو ظف کړ چې ددغه موافقه ليک طرحه دې د غوندې له ياد ونې سره سمه تصحيح کړې اود وزيرا نو شورا را تلوو نکو غونډو ته دي وړا ندې کړي

د غونډې د کار په دوام د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت اود استراليا هيواد ترمنځ داوږدمهالو پراخو همکاريو د محتويا تو په باب چې د استراليا دصدراعظم د وروستې سفر په بهير کې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت له جمهور رئيس سره موافقه شوې وه ، غونډې ته معلومات و ړا ندې کړل او زيا ته يې کړه ددغه سند په طرحه کې دواړو لوروددمو کرا تيکو ارزښتونو، دبين الدول دحقوقو داصولو اود لندن ،کابل ،لزبن او بن په کنفرا نسو نو کې په خپلو ژمنو ټينګار و کړ

دغه را ز د استراليا هيواد په صرا حت سره د افغا نستان د اسلامي جمهوريت دملېي وا کمنۍ اود مرکزونو دپياوړتيا درنا وي له خپلو اساسي ژمنو څخه و بلل او څرګنده يي کړه چې ددغه سند په اساسي اړخو نو کې دسياسي حل اودرو غې جوړي د لارو چارو ارزښت ، د حکومت د ظرفيت لوړول ، د امنيتي ځوا کو نو رو زنه ، ددوه اړخيزو اقتصادي او تجارتي اړيکو پراختيا ، دفرهنګي اړيکو پيا وړ تيا ود ښوونې او رو زنې ، لوړو زده کړ و اود مها جرينو دراستنولو په برخه کې د هر اړخيزو همکاريو پرا ختيا ده

د  وزيرا نو شورا د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت اود استراليا هيواد ترمنځ د اوږد مهالو همکاريو طرحه په پرنسيپ کې تاييد کړه اود بهرنيو چارو وزارت يي مو ظف کړ چې ددغه موافقه ليک طرحه دغوندې له ياد ونې سره سمه تصحيح او بشپړه کړې

 دغوندې په پاى کې دلوړوزده کړو وزير کوچيا نو ته د يو ولايت د ونډې دتخصيص او د کانکور دډيرو لوړو نمرو له مخې د کابل ولايت ته د ولايتو نو ددوه برا بره ونډي د اختصاص په ګډون د هيواد ولايتونوته د برابرو بورسونو د وندى د ويش په باب د ګرو پي اودولتي بورسو نو په شرايطو د برا برو کانديدا نو د انتخا ب په طرز العمل کې دپيشنهادې تعديلونو طرحه ، داړوند  ولايتونو اويا د ګاونډي ولايت له وندې څخه بهر داوطلبانو ته د استفادي د اسانتيا و برا برول اود کانکور دډيرو لوړو نمرو له مخې د ګرو پي بورسو نو په سلو کې دپنځو پنځو اختصاص دمعلو لينو او معيو بينو اود شهيدا نو د وارثانو په پام کى نيولو سره غونډې ته وړا ندې کړه چې دپو هنې وزارت له خوا دنظر له څرګند ولو وروسته تصويب شوه

 دغه را ز ده د بي نتيجې محصلا نو د جذب په باب د ولسي جر ګي پريکړه چې د کانکور په ازموينه کى يي له ٢٨٥ څخه لوړي نمري اخيستې دي په هغو پوهنځيو کى چې نمري يې سمون ولري او په کټ مټ څانګه کې له يو ولايت څخه بل ولايت ته د نجو نو بدلون د پنځو نمرو په زيا توالى سره غونډې ته طرحه کړه چې تصويب شوه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته