امنیت

دملي دفاع وزارت خبرتيا

کابل باختر د چنګاښ  اوومه :
دملي دفاع وزارت خبرتيا
  دملي دفاع وزارت  اوستر درستيز دملي اردو  دقطعاتو او جزوتامونو  دافسري دکدر دبشپړولو په لاره کې  ددولسمو ټولګيو  او له دې څخه  دلوړو  ټولګيو فارغان  دافسري  دمنتخبه ښوونځي  يا او- سي- اس  د ٩١، ٩٢او ٩٣دورو لپاره  مني .
هغه داوطلبان چې دشموليت هيله ولري کولى شي  دنوم ليکنې لپاره  دروان کال  دچنګاښ دمياشتې  تر يوولسمې نيټې پورې  دولايتونو دمرکزونو دجلب اوجذب  قوماندانۍ ته  ورشي .
دشموليت شرطونه
_  دافغاني تابعيت لر ل .
_   له  ١٣٩٠ کال څخه  تر ١٣٩٣ کال پورې  ددولسمو ټولګيو  هغه فارغان چې ددرې کلنو  نمرو  فيصدي يې  په سلوکې اويا وي .
_ داوطلبان دې بايد ښه فزيکي ځواکمني او  عالي روغتيا ولري . او په نشه يي توکو روږدي نه وي
_   دداوطلب عمر بايد  له پاليسي سره سم  له شپږو يشت کلونو څخه  لوړ نه وي .
_  دشهيدانو وارثانو او معلولين ته  دلومړيتوب حق ورکول کيږي  او دزده کړې په بهير کې  مدد معاش  هم ورکول کيږي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته