(PS)خبرونه(PS)روغتیا

د سوري زړه په ناروغۍ اخته لسګونه ماشومان د درملنې په موخه دریو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر

‏د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري نن په پلازمېنه کابل کې د سوري زړه اخته ۳۸ ماشومان د عملیاتو او درملنې په موخه دریو روغتونونو ته ور وپېژندل شول.

افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په تېرو شاوخوا ۹ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ ۱۰۹۱ اخته ماشومان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي

د یاونې وړ ده، چې د یادو ماشومانو د عملیاتو او درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا