(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ټولنه(PS)روغتیا

د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان د درملنې په موخه يوه خصوصي روغتون ته ور وپېژندل شول

کابل، د وري ۱۰ مه، باختر
‏د افغاني سرې میاشتې له لوري نن په پلازمېنه کابل کې د سوري زړه د درملنې یو روغتون ته په ياده ناروغۍ اخته ۱۵ نور ماشومان د عملیات او درملنې په موخه ور وپېژندل شول.
په تېرو شاوخوا ۸ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې د سوري زړه د درملنې بېلابېلو روغتونونو ته ۸۱۲ ماشومان ورپېژندل شوي.
د یادو ناروغانو د درملنې لګښت د افغاني سرې میاشتې پر غاړه دی.
د يادونې وړ ده، چې د قطر هېواد يوه خيره بنسټ هم له افغاني سرې مياشتې سره د لسګونه هغه افغان ماشومانو د درملنې د لګښت ورکولو ژمنه کړې، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا