امنیت

د ملي امنيت سلاکار په کابل کې د هند له سفير سره وکتل

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن په کابل کې د هندوستان جمهوريت له نوى سفير امر سينها سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د ملي امنيت د شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د دواړو هيوادونو د اړيکو، له افغانستان سره د هندوستان د اقتصادي او روزنيزو همکاريو او د نورو دوه اړخيزو همکاريو په باب خبرې اترې وشوې.
د هندوستان سفير د دغه ټکى د څرګندولو په ترڅ کې چې هيواد يې له افغانستان سره خپلو روزنيز او اقتصادي همکاريو ته دوام ورکوي؛ په افغانستان کې د امنيت او ثبات د تامينولو په لاره کې د افغانستان د دولت له پاليسو سره د هندوستان د دولت ملاتړ اعلام کړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکارله افغانستان سره د هندوستان د دولت او خلکو د څه د پاسه يوې لسيزې هر اړخيزو همکاريو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې وويل چې افغانستان د دوستو هيوادونو دايمي همکاريو ته اړتيا لري.
د ملي امنيت سلاکار زياته کړه چې سيمه ييز دايمي ثبات هغه وخت رامنځته کيداى شي چې د سيمې هيوادونه له ډار اچوونې سره د ګډې مبارزې په لاره کې صادقانه همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته