(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)روغتیا

د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲۶ ماشومان د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ور وپېژندل شول

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر

‏د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري نن په پلازمېنه کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲۶ ماشومان د عملیاتو او درملنې په موخه دوو داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل شول.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ ۱۲۰۳ اخته ماشومان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

د یاونې وړ ده، چې د یادو ماشومانو د عملیاتو او درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا