
کابل، د وږي ۸مه، باختر
افغاني سرې میاشتې ټولنې سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې څلورو داخلي روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۴۲ ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغه روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي.
د يادونې وړ ده، چې افغاني سرې مياشتې په تېرو څه باندې ۱۳ میاشتو کې د سوري زړه په رنځ اخته ۱۷۰۱ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ور پېژندلي، چې د درملنې ټول لګښت يې د افغاني سرې مياشتې له لوري ورکول کېږي.