امنیت

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
پنحه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د فارياب د پوليسو وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او ٦ نور يې تپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې په نښته کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبر له مخې:
يو ماين جوړونکى طالب په مقاتل مشهور نقيب الله د فارياب په پښتون کوټ ولسوالۍ پورې اړوند خواجه ناموشي بازار کې نن د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شو او يو بل ملګري يې ټپي شو.
ختم – شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته