امنیت

په لغمان کې دبم دچاودنې له امله لس تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
په لغمان ولايت کې نن سهاردبم دچاودنې له امله  لس تنه ملکي وګړي    ټپيان شول .دغه  چاودنه دلغمان ولايت   په مرکز مهترلام ښارکې  په يوډير ګڼ ميشت ځاى  عصمت په څلور لاري کې وشوه .
بم په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوى و  او ديوشمير ملکي وګړو دتيريدو په وخت کې وچاوديد.
دلغمان ولايت سرپرست فضل الله مجددي دباخترآژانس خبريال ته وويل :   چې په دې  چاودنه کې لس تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
مجددي وسله وال طالبان  ددغې پيښې مسوول وبلل .
په همدې  حال کې دلغمان ولايت په يوه روغتيايي مرکز کې ډاکتران  ددغې پيښې   دڅه ناڅه دريو  تنو روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته