اقتصاد

دبغلان او د پلخمري دافغان نساجي دکارګرانو تحصن پاى ته روسيد .

کابل باختردچنګاښ شپاړلسمه :
په پاى کې دپلخمري دافغان نساجي ددستګاه  دکارګرانو دتحصن خيمې چې ددوى دکورونو دغصب  له امله دبغلان ولايت  دمقام په وړاندې درول شوې وي راټولې شوې .
دغه خيمې په درې رنګه بيرغ او په شعارونو سمبال شوې وې  چې دپلخمري  دافغان نساجي  ددستګاه دڅلويښتو کارګرانو اړوندوې  او دکارګرانو او ولايت دمقام ترمنځ دتفاهم له مخې يې خپلې خيمې  راټولې کړې .
  دپلخمري دافغان نساجي ددستګاه داعتراض کوونکو کارګرانو استازي اومشر ډاکتر سليم رحيم ددغه ټکۍ  دڅرګندولو په ترڅ کې وويل، دولايت له مقام سره دکارګرانو دغه تفاهم دبغلان ولايت  داستيناف  څارنوالي  دادارې دکاري صلاحيت دتصويب له مخې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې دحکمونو پربنسټ سرته رسيدلى دى  او دولايت داستيناف څارنوال  په ټينګار سره ګومارل شوي دي چې موضوع په کره  توګه وڅيړي  او له سرغړونوکو سره قانوني چلند وکړي .
ديادونې وړ ده چې له څه دپاسه دوو مياشتو راپديخوا  د پلخمري افغان نساجي څه دپاسه ٤١ تنو کارګرانو  داستوګنې دخپلو کورونو دغصب  له امله غاصبانو په وړاندې دولايت دمقام  دودانۍ په مقابل کې دخيمو په درولو سره  په تحصن لاس پورې کړې و چې په پاى کې  دغه تحصن نن پاى ته ورسيد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته