سیاست

د سولې خبرو د پرانیستونکې غونډې فضا هیله بخښونکې وه

 کابل / د وږي ٢٢مه / باختر
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو د پيل لومړۍ تشریفاتي غونډه نن په دوحه کې جوړه شوه. دې غونډې ته د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د طالبانو مرستیال ملا برادر، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مک پمپیو، د ناټو او ملګرو ملتونو سرمنشیانو او د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ویناوې وکړې ( یو شمېر ویناوالو د ویډیو کنفرانس له لارې ویناوې وکړې). د غونډې فضا معتدله او هیله بخښونکې وه.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
که په نننۍ غونډه کې د ټولو ویناوالو خبرو ته ځغلنده کتنه و کړو، نو دا واقعیت په کې نغښتې و چې ټولو خواوو د سولې په اړه خبرې کولې، د ویناوالو په خبرو کې د روانې جګړې په اړه یو ډول اندېښنه او خواشیني له ورایه ښکارېده. همدارنګه سولې ته د رسېدو هوډ هم په دغو خبرو کې غبرګون لاره. د غونډې فضا معتدله او د دوه اړخیز درناوي له اصولو سره برابره وه.
څو مهم ټکي دي چې باید د دغې غونډې په اړه د هغوی یادونه وشي. لومړی ټکی دا دی چې دواړه ښکیل لوري له ټولو اختلافاتو او دښمنیو او متضادو دریځونو سره سره په یو تالار کې راټول شول، یو بل ته مخامخ کېناستل او د یو بل خبرې یې واورېدې. دا په خپل ذات کې يو ښه پرمختګ دی او جوتوي چې اوس ښکیل لوري د جګړې پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکوي، د ډزو پرځای خبرو ته لومړیتوب ورکوي. ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې د افغان حکومت لیدلوری روښانه کړ او ملا برادر په خپلو خبرو کې د طالبانو لیدلوری تشریح کړ. دا جلا خبره ده چې دغه دوه متضاد لیدلوري څومره یوله بله لرې دي، مهمه خبره دا ده چې دواړو لوریو دا فرصت ترلاسه کړ چې په یوه سوله ییزه فضا کې یو بل ته او همدارنګه نړیوالو ته خپل دریځونه تشریح کړي او یو لوری د بل لوري خبرو ته غوږ ونیسي. د سولې په خبرو کې مهمه دا ده چې ښکیلې خواوې د یوبل خبرو ته غوږ ونیسي، مقابل لوري ته دا فرصت ورکړي چې هغه خپل نظر او لیدلوری څرګند کړي، بیا که دا لیدلوري هر څومره سره لرې وي، د تفاهم ګډ ټکي موندل کېدای شي.
د نننۍ غونډې په اړه دویم مهم ټکی دا دی چې دا خبرې د یوبل ښکیل لوري لپاره، یانې د امریکې متحدو ایالتونو لپاره ډېرې مهمې دي. نو ځکه د امریکې متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مک پمپیو دوحې ته لاړ او نن یې هلته وینا وکړه.
د یادونې وړ ده چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې یوه برخه ده. د دغو خبرو د بري لپاره د امریکا ملاتړ ډېر مهم او آن برخلیک ټاکونکی دی.
درېم مهم ټکی دا دی چې د نړۍ ګڼ هېوادونه او د ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون ګڼ شمېر نړیوال معتبر سازمانونه هم د دغو خبرو ملاتړ کوي. نن د دغو هېوادونو او سازمانونو د استازیو په ویناوو کې یو ټکي ښه روښانه و او هغه دا چې هغوی ټول د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ملاتړ او ننګه کوي.
څلورم مهم ټکی دا دی چې نن د ګڼو ویناوالو په خبرو کې د اوربند پر ټینګولو ټینګار وشو. اوربند که له یوې خوا د افغانانو هیله او تمه ده، له بلې خوا اوربند د دغو خبرو د ښه پرمخ بیولو او بري ته د هغوی په رسولو کې خورا ګټور رول لوبولې شي.
په ټوله کې د سولې خبرو د پيل نننۍ رسمي پرانیستونکې تشریفاتي غونډه ډېره ښه وه او د افغان ولس هیله او تمه دا ده چې بل سبا د دواړو لوریو ترمنځ خبرې هم د دوه اړخیز درناوي او باور په فضا کې پيل شي او په بري سره پرمخ لاړې شي.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته