امنیت

اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١  :
دقندهار ولايت  دميوند او غورک دولسواليو په مربوطاتو کې  دملي پوليسو دځواکونو د نننيو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١٧ ډار اچوونکي ووژل شول
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه  عمليات دډار اچوونکوله شتون څخه دسيمو دپاکولو په موخه  دقندهار ولايت  دميوند او غورک  دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول  چې له امله يې  ديوه سيمه ييز قوماندان  په ګډون اوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې ددغې ولسوالۍ څو کلي  هم  د ډار اچوونکوله شتون څخه پاک شوي دي  او يو موټر سايکل ترلاسه شوى اوپنځلس ډول ډول ماينونه هم کشف اوشنډکړى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته