امنیت

د ننګرهار ولايت داستيناف څارنوالۍ د رييس په ګډون شپاړلس تنه ټپيان شول.

کابل باختر دزمري دمياشتې ١٢:
په  جلال آباد ښارکې نن د ماين دچاودنې له امله د ننګرهار ولايت داستيناف څارنوالۍ د رييس په ګډون  شپاړلس تنه ټپيان شول .
دغه چاودنه  په  جلال آباد  ښار کې د ګارنيزيون دګولايي په نامه سيمه کې هغه وخت وشوه چې د ننګرهار ولايت داستيناف څارنوالۍ د رييس معلم عبدالقيوم دسپرلۍ کاروان له ساحې څخه دتيريدو په حال کې و.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد معصوم هاشمي باختر آژانس ته وويل ،  چې په دې چاودنه کې د استيناف څارنوالۍ رييس له دريو تنو ساتوونکو او له دولسو تنو ملکي وګړو سره ټپي شو ،  ددغې پيښې په ټپيانوکې  دوه ښځې د زر دوزى موسسې  په نامه يوغير حکومتې مرکز ته يي کار کاوه ،هم شاملې دي .
ويل کيږي چې دغه ماين له لرې واټن څخه  چول شوى دى .
سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول بولي او وايي چې امنيتي مامورينو د دغې چاودنې دعاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
په جلال آباد ښار کې د ملکي روغتون ډاکترانو د دغې پيښې دنهوتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله.
د جلال آباد ښار پرون هم ديو ځانمرګې بريد ډګر  و.
په دې پيښه کې چې ديوې ديني مدرسې دماشومانو په ګډون د دوه ديرشوتنو د مرګ ژوبلې سبب شوه دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو په دغه ښارکې دهند په  قنسلګري  بريد وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته