فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له ځوانانو او مدني فعالانو سره يوځاى دجګړې ضد ملي کمپاين غونډه ترسره کړه

کابل / د غبرګولي ٢٥ مه / باختر
په دغه غونډه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پر آمرينو او کارکوونکو سربېره ژورناليستانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د ځوانانو آمرسيداکرام عادل د پرانېستې په خبرو کې وويل، چې سوله د ټولو افغانانو اړتيا ده او همدې اړتيا ته په کتو بايد ټول ځوانان او ولسونه د سولې د راتګ لپاره له زړه هڅې وکړي.
عادل وويل: دا د ټولو خلکو، ولسونو او قومونو غږ دى چې ټولو ولسواليو ته به يې کور په کور رسوي او د سولې پر وړاندې د شته خنډونو نظرونه به له نړيوالو سره شريک کړي.
دغه راز ځوانانو په خپلو خبرو کې له سولې پرته د ژوند کول له ستونزو ډک وګڼل او ژمنه يې وکړه چې د سولې پر وړاندې به ټولې هڅې ترسره کړي.
د يادونې وړ ده چې په غونډه کې د تېر٢٠ کلن جنګ پر زيانونو پرزينټشن هم وړاندې شو.
پاى \ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته