سیاست

دافغانستان او قزاقستان دبهرنيو چارو وزيرانو دشانګهاي دهمکاريو په سازمان کې دافغانستان په بشپړ غړيتوب باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د غبرګولي  شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارووزير صلاح الدين رباني په دې وروستيو وختو کې دقزاقستان جمهوريت دبهرنيوچارو له وزير ايرلان ادريسوف سره په مسکو کې  دشانګهاي دهمکاريو دسازمان دجګپوړو مقاماتو دکنفرانس  تر څنګ وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ، په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير په بيلابيلو برخو په تيره بيا افغان محصلانو ته دتحصيلي بورسونو دبرابرولو په برخو کې له افغانستان سره دقزاقستان جمهوريت دهمکاريو له امله دمننې په ترڅ کې  ددواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي همکاريو لپاره ښه فرصتونه وبلل او دهغو دپراختيا په اهميت باندې يې ټينګار وکړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير دخپلو خبرو په دوام دوروستيو برياليتوبونو ، راتلوونکو پروګرامونو او دافغانستان دحکومت دسولې دهڅو په باب دقزاقستان جمهوريت دبهرنيو چارو وزير ته معلومات وړاندې کړل .
وروسته دقزاقستان جمهوريت دبهرنيو چارو وزير په افغانستان کې سوله ثبات او امنيت دسيمې او نړۍ دهيوادونو په ګته وبلل او له تروريزم او بنسټپالنې سره  دمبارزې په لاره کې  له  افغانستان سره  دهيوادونو همکارۍ او دافغانستان  دحکومت دسولې له هڅو  سره دهغوى ملاتړ ضروري وبلل .
دقزاقستان  جمهوريت دبهرنيو چارو وزير څرګنده کړه چې په افغانستان کې  دسولې  په ټينګـښت سره  دغه هيواد کولاى شي دمرکزي او جنوبي اسيا او دمرکزي اسيا دهيوادونو ترمنځ دترانزيت رول ولوبوي .
  په پاى کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير دشانګهاي دهمکاريو په سازمان کې دبشپړ غړيتوب  لپاره دافغانستان دعلاقمندي يادونه وکړه او په دې برخه کې يې دقزاقستان دملاتړ غوښتنه وکړه .
دقزاقستان جمهوريت دبهرنيو چارو وزير ژمنه وکړه چې افغانستان به په دې لاره کې دقزاقستان ملاتړ له ځان سره ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته