سیاست

تبصره

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د افغانستان حکومت او خلک په هغه اعتماد سره چې په هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو په نسبت يې لري؛ په دې باور دي چې اوسنى حالت به په مثبت لوري بدلون ومومي او په پاى کې د دې هېواد د دښمنانو پروګرامونه چې هماغه د افغانستان ويجاړول او ورانول دي؛ په ناکامۍ سره مخامخ کيږي.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د عمومي څيړنې ادارې (سيګار) چې د افغانستان په امنيتي او اقتصادي حالاتو تمرکز لري، اعلام کړى دى چې ګنې د افغانستان حکومت د روان هجري لمريز کال په لومړيو پنځو مياشتوکې د خپلې ځواکمنۍ په سلوکې پنځه اداره له لاسه ورکړې ده او د هېواد له ٤٠٠ اداري واحدونو يا ولسواليو څخه په نولسو اداري واحدونو واکمني نه لري.
سيګار دغه راز ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د طالبانو نفوذ د پراختيا په حال کې دى او دا کار کيداى شي يوه امنيتي انديښنه وي .
په افغانستان کې د سياسي او امنيتي کارپوهانو په باور: په دې کې د شک ځاى نشته چې په تېروکابو دوو کلونوکې د افغانستان خلک د بهرنيو ځواکونو د حربي برخې له وتلو وروسته سختې ورځې تيروي. خو د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې د هېواد د ملي ارزښتونو دفاع وکړي او د هېواد د دښمنانو مغرضانه پروګرامونه چې د سيمې د استخباراتي سازمانونو له خوا طراحي کيږي، شنډ کړي.
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته چې د نظامي ماموريتونو د د اجرا کولو او ترسره کولو مسووليت په کلي توګه او په مستقل ډول په افغان پوځيانو پورې اړه پيدا کړه؛ موږ يوازې د لنډې مودې لپاره په کندز ښارکې د مخالفينو د واکمنۍ شاهدان وو چې تروريستانو يوازې څو ساعته په دغه ښار واکمني لرله او په پاى کې وشړل شول.
دغه راز افغان پوځيانو د هېواد په ځينو نورو سيموکې هم طالبانو او په هغو پورې اړوندو تروريستي ډلو مجال ور نه کړ چې ځان زموږ د خلکو په برخليک واکمن کړي او دا بې انفاقي ده چې د دغو پوځيانو ميړانه او زړوتيا تر پوښتنې لاندې ونيول شي او سترګې پرې پټې شي.
که چيرې د سيګار خبره د روان ميلادي کال په لومړيو پنځومياشتوکې د امنيتي حالاتو د لازيات خرابوالي په باب وي؛ په دې موده کې هيڅ اداري واحد د اوږدمهال لپاره د تروريستانو لاس ته نه دى ورغلى، بلکې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو، طالبانو او د دغې ډلې بله برخه چې ځان داعش بولي، له ماتې سره مخامخ کړي دي .
په دغو دوو ډلو پورې د اړوندوکسانو د سر د زيان شمېر دومره ددروند او جدي دى چې طالبانو هغه په تېرو کلونوکې نه وو تجربه کړى.
د پوځي چارو د کارپوهانو په باور: له پرمختګ او په شاتګ څخه تل د جنګي تکتيک په توګه استفاده کيږي او دا په ټولو هېوادونوکې د پوځيانو لپاره يو معمولي کار دى .
لکه څنګه چې د لنډ مهال لپاره د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د داعش په نامه د تروريستي ډلې شتون د دې زمينه برابره کړه چې دغه ډله خپل خواره واره کسان راټول او په کوټ کې يې ځاى پرځاى کړي. آن په تشکيلاتي جوړښت لاس پورې کړي، خو امنيتي ځواکونو له هغوى سره حساب تصفيه کړ.
د داعش ډير مشهور قوماندانان او زيات شمېر افراد يې په کوټ کې په لومه ولويدل او ووژل شول او د هغوى تشکيلاتي جوړښت له منځه لاړ.
د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د مناسبو نظامي تکتيکونو په غوره کولو سره طالبان چې د سيمې د استخباراتو د ګټو لپاره هلې ځلې کوي؛ له تنګسيا سره مخامخ کړي دي.
د طالبانو رهبري له ستونزو سره مخامخه ده او د دغې ډلې بلې برخې چې ځان يې داعش بللى دى؛ په عملي توګه ګوزار خوړلى دى او زيات وخت به ونيسي چې ځان بيا سمبال او په پښو ودروي.
له شک پرته طالبانو د پاکستان د استخباراتي سازمانونو په لارښوونه په تېرو دوو کلونوکې چې د بهرنيو حربي ځواکونو له وتلو څخه تيريږي، هلې ځلې کړې دي چې د افغانستان پر دولت خپل فشارونه زيات کړي؛ خو دومره برياليتوب يې نه دى ترلاسه کړى. ځکه افغانان د راوتلوونکي په نسبت د خپلو امنيتي ځواکونو په شتون کې هوډمن دي او دغه باور او اعتماد د هرې ورځې په تېريدو سره زياتيږي.
ښه به وي چې نړيوال بنسټونه په افغانستان کې د روحيې د وژنې او زموږ د خلکو رواني مصوونيت ته د زيان رسولو پرځاى د افغانستان د ستونزې د بهرنيو عواملو په فکرکې و اوسي او د دغه شان ستونزو په کمښت او له منځه وړلوکې همکار شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته