سیاست

جمهوررئیس ځوانانو ته په خطاب کې: زموږ هڅه داده چې د داسې سوکاله اقتصاد بنسټونه کېږدو چې مدیریت یې ستاسو په لاس کې وي

کابل باختر  دليندى اوولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه "د تشویق په نومه د کارموندنې" پروګرام چې د چارو د عمومي ادارې له خوا د سلګونو لوستو ځوانانو په ګډون د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال داوود نورزي په خپلو خبرو کې د یاد پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: د جمهور رئیس نظر او هدف دا دی چې ځوانان باید پياوړي او وهڅول شي، نو د جمهوررئیس په ملاتړ مو  دا پروګرام پيل کړ او اساسي هدف مو دا دی چې د ځوانو استعدادونو د جذب له لارې د دولتي ادارو کیفیت او ظرفیت ښه او لوړکړو.
ښاغلي نورزي زیاته کړه، د دغه پروګرام له لارې د کار موندنې دروازه پرانېستل شوې ده او تاسې باید له دغه فرصت څخه استفاده وکړئ، ځکه له قانون سره سم هر افغان د کار حق لري. 
ورپسې جمهوررئیس غني دغو ځوانانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو حضور او نظریات ماته قوت او امید رابښي او ډېره علاقه لرم ستاسو نظریات واورم. هغه زیاته کړه، ستاسو لویه ګيله داده چې په تېرو دوو کلونو کې درسره لږ په ارتباط کې وم، دا ګیله مو پر ځای ده، خو داسې ورځ به نه وي، چې ما ستاسو د راتلونکي په اړه په کې کار نه وي کړی.
جمهوررئیس وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې هره ورځ زما لس ساعته په امنیتي مسائلو لګېږي، دا زما اختیار نه و، بلکې دا پر موږ د تحمیل شوي جنګ جبر دی، ځکه دښمنانو دا هیله درلوده چې افغانستان له منځه یوسي خو دوی ستاسو په څېر ځوانانو په برکت چې په امنیتي ارګانونو کې دندې ترسره کوي، خپل دغه ارمان ګور ته یووړ.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، افغانستان په بېلابېلو کچو کار ته اړتیا لري، لومړی بعد، موږ له بین المللي ډګره کار پيل کړ، ځکه زموږ جنګ بین المللي او د حق او باطل جنګ دی چې موږ یې د حق په لومړي صف کې ولاړ یوو. هغه زیاته کړه، وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې مو بین المللي ملاتړ او توجه را جلب کړه، اوس افغانستان د نړيوالو د توجه په محور کې قرار لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، دویم بعد، د افغانستان اسلامي مشخصه ده، زموږ د خلکو عقیده قوي ده، خو اسلام څخه مو تاریخي فهم کمزوری دی، موږ ته په کار دی چې د اسلام د مقدس دین ټول تاریخي ابعاد درک کړو، ځکه د اسلامي تمدن په جوړیدو کې زموږ د خلکو برخه بې اندازې زیاته ده، پکار ده چې اسلامي نړۍ زموږ او موږ د هغوی په اهمیت پوه شو.
جمهوررئیس زیاته کړه، درېیم زموږ اسیايي بعد دی، زموږ زیات فرصتونه په اسیا پورې تړلي دي تاسې نيکمرغه نسل یاست، ځکه اسیا په یو اقتصادي براعظم د بدلیدو په حال کې دی. نن د اسیا اقتصادي شیریانونه بند دي او خلاصول یې د افغانستان په  ثبات او سوکالۍ پورې تړلي دي.
جمهوررئیس غني د اقینې بندر او منځنۍ اسیا ته د نویو لارو خلاصېدو ته په اشارې وویل چې څلورم سیمه‌ییز بعد دی چې په دوو کالو کې له ۱۵۰کالو وروسته افغانستان له منځنۍ اسیا سره وصل شو. هغه زیاته کړه، هند، چین، د منځنۍ اسیا او سیمې زياتره هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي دي چي له افغانستان پرته د ورېښمو لارې جوړول ممکن نه دی.
جمهوررئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل،  ستاسو د راتلونکي په خاطر مو تېرو دوو کالو کې په زیربنايي چارو زیات کار وکړ چې تاسې یې د جوړولو مدیریت وکړئ. جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان لومړنی ثروت د ځمکې لاندې کانونه او زېرمې دي چې تریلیونونو ډالرو ته رسېږي او دویم ثروت تاسې او زموږ بشري ځواک دی،  تاسې د افغانستان د هیلو ممثلان یاست.
جمهوررئیس د دولت لویه ستونزه تېر څلويښت کلن جنګ وباله چې له کبله یې د هېواد ټول بنسټونه خراب شوي دي، هغه وویل، د جنګونو له امله موږله داسې حالت سره مخ یوو، کوم ظرفیت چې ولس کې دی هغه دولت کې نشته او کوم چې دولت کې دی هغه ولس کې نشته. هغه زیاته کړه، تاسې به دغه واټن لنډوۍ او دا هېواد به مدیریت او رهبري کوئ.
محمداشرف غني وویل، زموږ اساسي هدف د دولت اصلاح ده او هغه کسان چې په دغو اصلاحاتو کې ځان ته خطر ویني چغې وهي، خو موږ باید یو بل ته لاسونه ورکړو، چې اصلاحات ګړندي شي او دا کار هغه وخت ممکن دی چې موږ افغان شموله فکر وکړو. هغه زیاته کړه افغان شموله فکر هغه وخت کولی شو چې ټول افغانستان وپېژنو، ځکه له افغانستان پېژندنې سره موږ پوهېدای شو چې د ټولو افغانانو درد مشترک دی.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا په دولت کې د ځوانانو په روا ټینګار وکړ وې ویل، چې په تېرو دوو کلونو کې ډېر ځوانان دولت کې جذب شوي دي او دولت شپږکاله ځوان شوی دی. هغه زیاته کړه، زموږ ټوله هڅه داده چې د داسې سوکاله اقتصاد بنسټونه کېږدو چې مدیریت ستاسو ځوانانو په لاس کې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته