کابل باختر دليندي اووه ويشتمه :
دهېواد په ختيځ کې دننګرهار ولايت يوځل بيا دداعش او دطالبانو په ډلو پورې داړوندو کسانو ترمنځ دنښتو ډګر و .
دغه جګړې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دلعل پورې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ونښتې .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې دداعش او دطالبانو دډلو نهه تنه غړي وژل شوي دي .
دغه نښتې ددې سبب شوي دي چې ملکي وګړو ته دسر دزيان داوښتو ترڅنګ دسيمې په سلګونو اوسيدونکي له خپلو کورونو اومينو څخه وتلو ته اړ شي .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ