-کابل / ددوږي لومړي /باختر:
د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتوپه دوام تېره شپه دوه تنه ډار اچوونکي ونيول شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، د کوماندو ځواکونو تېره شپه د کابل د شکردرې ولسوالۍ د کوچکين په کلي کې د عملياتو په ترسره کولو سره دوه تنه تروريستان له دريو کلاشينکوفونواو څلورو تومانچو سره ونيول .
د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عمليات له څو ورځوراپديخوا پيل شوى دى .
وسله وال طالبان په وروستيو ورځوکې په شکردرې ولسوالۍ کې چې کابل ته نږدې ولسوالۍ ده خوځښتونه لرل .
دغه راز د شمالي په نورو سيمو کې هم د وسله والو طالبانو د ډلې د فعاليتونو خبرونه ورکړ شوي دي. چې هغه هم له همدې ولسوالۍ څخه سازمان شوې و .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل