خبرونهټولنهTOP

د فیض آباد – کشم لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر

په بدخشان کې د فيض آباد – کشم لار چې نن سهار د سختو اورښتونو او د غره د ښويېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، د ټولګټو چارو رياست د عملياتي ټيم له خوا د مسافرو پر مخ پرانيستل شوه.

د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ساختماني چارو آمر انجنیر افتخار احمد مخدوم زاده وايي، د یاد ولایت د ټولګټو چارو رئیس د سړک پاکولو د عملیاتي ټیم په ملتیا سیمې ته ورغلی او دوی توانیدلي چې د قره کیمر، لایقه سرورخان ُپل بیګم لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه، خلاصه کړي.

هغه زياتوي، چې اوس هم په سيمه کې عملياتي ټيمونه شتون لري او د فيض اباد – کشم عامه سړک په پاکولو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته