کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٠ :
په کاپيسا ولايت کې نن يوې شل کلنې نجلۍ ځان زندي کړ.
د کاپيسا ولايت د ښځو د چارو رييسې صيفورې د باخترآژانس خبريال ته وويل: دکوهستان د لومړۍ برخې د ولسوالۍ د عقارخيلو دکلي اوسيدونکې شل کلنې شکوفې د کورني تاوتريخوالي له امله د خپل پوړونې په واسطه ځان زندي کړ.
د ښځو د چارو رييسې زياته کړه: د دغې نجلۍ پلار غوښتل خپله لور په جبر سره کوژده کړي او شکوفې خپل ځان مرګ ته تسليم کړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ