امنیت

په کونړ کې داتو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل او ديولړ چاودنو مخنيوي

کابل باختر د ثور  پنځمه :
اته  تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي تيره شپه په دانګام ولسوالۍ کې د پوځيانو په ډلې له بريد وروسته ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې دملي اردو دپوځيانو دډلې په بريد کې  اته  تنه ډار اچوونکي ووژل شول
ده وويل په دغو وسله والو  طالبانو  په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت  و ، بريد وشو
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې په کونړ  ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې پنځه  ماينونه کشف او شنډ کړل .
دوى وايي داعشيانو او طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يولړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي .
  ختم_ عطاالله  _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته