خبرونهټولنهروغتیا

په ميدان وردګو کې د ۳۰ ميليونو افغانيو په لګښت ۵ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې 

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر 

په ميدان وردګو ولايت کې د ۳۰ميليونه افغانيو په لګښت د عامې روغتیا رياست اړوند ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې په دغه پروژو کې د چک او سیدآباد ولسوالیو د روغتونونو بيارغونه، طبي وسایل، او ملک محمد خان روغتون ته د برق رسولو پروژې شاملې وې.

 د عامې روغتيا وزارت اداري معین مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د يادو پروژو د پرانيستې پر مهال وویل:« یاد روغتونونه چې په تېرو جګړو کې خراب شوی وو، له سره ترمیم او یو شمېر پرمختللي طبي ماشینونه ورته وسپارل شول». 

 په ورته وخت کې د ياد ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر زرک ځیرک وویل چې په یادو پروژو کې د سیدآباد ولسوالۍ روغتون کې د بستر لپاره ودانۍ، د دواړو روغتونونو ترمیم، او طبي وسايل لکه: GeneXpert، ډيجيټل اکسرې، مایکرولب، التراسونډ، ماشینونه شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې سربېره يې د سیدآباد ولسوالۍ روغتون لپاره ۲۴ ساعته برېښنا هم برابره کړې ده.

هېره دې نه وي، چې د عامې روغتیا وزارت چارواکو تر دې وړاندې ويلي وو، چې د افغانستان ګوټ ګوټ ته د غوره روغتيايي خدمتونو د رسولو په موخه یې ګړندۍ هڅې روانې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته